ظریفه

یو پولیس أفسر تشریح کوي چې د نیولو راهیسې د هغې ژوند څنګه بدل شوی

Zarifa

د طالبانو له واکمنۍ وروسته زما ټولې هیلې او خوبونه له منځه لاړې.


ظریفه (مستعار نوم) د هغې په وړاندې یو روښانه مسلک درلود، د حقوقو یوه فارغه چې په بهر کې یې زده کړې وې، د أفغان پولیسو په لیکو کې شامله شوه او د یوې افسرې په توګه لوړه شوه، هغې د خپلې دندې په څنګ کې زده کړه کړې او په یوه معتبر پوهنتون کې د ماسټرۍ په وروستي سمستر کې وه، اوس هغه په ​​کور کې پاتې کیږي او د خپل ځان او خپلو ښځینه ملګرو لپاره د تیاره راتلونکې پرته بل څه نه ویني.


د حکومت له ړنګېدو وروسته هغې ته د طالبانو زنګ راغی او له هغې یې وغوښتل چې د پولیسو دندې ته ستانه شي او ژمنه یې وکړه چې معاش به یې له قطر څخه ورکوي، مګر کار ته د راستنیدو سره هغې یو بل حالت وموند، کله چې زه د واک له اخیستو وروسته بیرته خپل دفتر ته راغلم ګډوډي وه، ځینې ​​تجهیزات مات شوي وه، موږ ټول ویریدلو چې یو طالب زموږ د نوى مدیر په توګه د اوږدې جامې او پګړۍ سره ولیدل، زه ورته كتي نشو او تشناب ته لاړم او وميژاړل، ظریفه كامنټ وكه.


د هغې کورنۍ د هغې د خوندیتوب په اړه ویره درلوده، اندیښنه یې درلوده چې ممکن هغه ټپي شي ووژل شي یا د طالبانو لخوا وتښتول شي، او له هغې یې وغوښتل چې په کور کې پاتې شي، ظريفه اوس د هغو لسګونو ښځينه پوليسو له ډلې څخه ده چې دنده يې پرېښې او له عايد پرته ژوند کوي، چې ځينې يې پخوا د خپلو کورنيو لپاره يوازينۍ ډوډۍ ګټيونكي ول، زما ټولې هیلې او خوبونه د طالبانو له واکمنۍ وروسته له منځه لاړې او له دې شیبو راهیسې زه حتی په خپل کور کې هم د خوندیتوب احساس نه کوم، زه فکر کوم چې دوی به راشي او ما به ووژني، ظریفه وویل.


کله چې موږ د تېر حکومت پر مهال له پوليسو سره يوځای شو، بيا هم زموږ د کورنيو او ټولنې لپاره د ښځو لپاره په پوځ کې شاملېدل د فكر وړ نه وو. مګر موږ د دې لپاره سخته مبارزه وکړه او پیژندنه مو ترلاسه کړه او چلند كي ورو ورو بدلون پیل شو، موږ په څو ورځو او اونیو کې هر څه له لاسه ورکړل، هغې زیاته کړه.


ظریفه اوس په کور کې پاتې ده او له خپګان او ا اندیښنو سره مخ ده، هغه احساس کوي چې د هغې په څیر میرمنې د ٢٠ کلونو پرمختګ او سخت کار له لاسه ورکړی دی، هغه د هغو ملګرو کیسې اوري چې د کابل په برچي سیمه کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي، خو نه پوهیږي چې پر هغوی څه شوي دي، چې د هغې د راتلونکي په اړه یې اندېښمن کړي دي.


د هغې ځینو ملګرو پریکړه وکړه چې افغانستان پریږدي او ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان ته وتښتیدل، سومیه چي د ظریفه ملګرې ده، هغه د ملي ځواکونو غړې او په پولیسو د هغي ملګرې وه، سومیه د هغې مور او دوو کوچنیو خویندو هر یو قاچاقبر ته د چمن له پولې د څلور ورځني خطرناک سفر لپاره ٢٠٠٠٠ افغانۍ ورکړې او اوس په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي، حتی دلته زه د خوندیتوب احساس نه کوم، زه نشم کولی مهاجرت ته د راجستریشن لپاره لاړه شم او نشم کولی سفارتونو ته لاړ شم ځکه چې زه ویره لرم چې موږ به ونیول شو، ما ولیدل چې دوی له ٢٧٠ څخه ډیر کورنۍ بیرته افغانستان ته شړلي دي، سومیه ظریفه ته په یوه پیغام کې وویل.


یوه ملګرې او پخوانۍ همکاره، عالیه رییسي چې د هرات د محبس مشره وه همچنان غوښتل شوې وه، چې خپلې دندې ته راستنه شي خو ورکه شوې، چې د ځای او خوندیتوب په اړه یې څه نه دي ویل شوي.


د ملګرو، کورنۍ او پخوانیو همکارانو له بد خبرونو سره ظریفه لږ امید ویني، په پایله کې یې وویل زه په افغانستان کې د خپلو ملګرو، یا پاکستان ته د تښتیدلو لپاره هیڅ فزیکي یا رواني خوندیتوب نه وینم، موږ راتلونکې نه لرو.

Interview with Afghan Witness

Source: