top of page

په افغانستان کې هیلې، ارزوګانې او واقعیتونه

له پوهنتون فارغه یوه ځوانه ښځه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپل ژوند تیروي

Sofia

صوفیا وايي: "په افغانستان کې اوسنی وضعیت یو کندې ته ورته ده چې افغانې ښځې او نجونې په کې بندې پاتې دي."

صوفیا، چې د هغې اصلي نوم نه دی، په ۲۰۰۰ کال کې زېږېدلې ده او له پوهنتون نه فارغه ده. هغه په ​​ځوانۍ کې د طالبانو د واکمنۍ لومړي دوره  تجربه کړه.


کله چې دغه ډله په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړ، یوازې یو کال پاتې و چې صوفیا له پوهنتون څخه فارغه شی.


صوفیا وايي: "هغه کیسې چې ما د طالبانو د ۹۰ یمې لسیزې واکمنۍ په اړه اوریدلې وې، ما ته د یوې افسانې په څیر ښکاریده.


"هغه څه چې ما د طالبانو په اړه اوریدلي وه،  یو ځل بیا ریښتیا شول. داسې ښکاریده چې زه هغه برخلیک سره مخ کیږم چې زما مور ورسره مخ شوې وه. " 

صوفیا د افغانستان په بدخشان ولایت کې لویه شوې چې د لیک او لوست د لوړې کچې درلودنکي ولایتونو څخه دی. هغه په ​​خپلو زده کړو کې مخکښه وه او مخکې له دې چې کابل ته د اقتصاد په برخه کې د زده کړې لپاره لاړه شي، د خپلې ولسوالۍ د پوهنتون کانکور په ازموینه کې  لوړې نمرې ترلاسه کړې.


صوفیا د پوهنتون د زده کړو پر مهال لیکل پیل کړل او دوه مقالې یې په محلي ورځپاڼو کې خپرې شوې. هغه وايي چې لیکنه د دې لامل شوه تر څو زه د جنسیتي نابرابرۍ په اړه خپل احساسات څرګند کړم. 


صوفیا چې د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې لویه شوې ده،  وايي چې سره له دې چې د دې ولسوالۍ خلک روښانه فکر درلود او زده کړې ته یې ارزښت ورکاوه، بیا هم دغه ولسوالۍ کې جنسیتی نابرابري شتون درلود.

 

"په اشکاشم کې کورنیو یوازې په الفاظو کې د نجونو تعلیم ته ارزښت ورکاوه، خو په حقیقت کې یې د خپلو لوڼو پرتله د خپلو زامنو تعلیم ته ترجیح ورکوله."



د طالبانو واکمني


صوفیا د کوویډ-۱۹ قرنطین پر مهال بدخشان ته راستنه شوه او د هغه وخت حالت "ویروونکی" بولي. د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د کابل پر پوهنتون په برید کي چې مسوولیت یې داعش ومانه، لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.


د هغه کال په دوبي کې، کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلو ته چمتو کیدل، طالبانو د مهمو ولسوالیو په نیولو پیل وکړ.


د ۲۰۲۱ کال د جولای میاشتې په نهمه، ازادي راډیو د "یو لوی برید" راپور ورکړ او د راپور له مخې، دغه برید په ترڅ کې طالبانو "د بدخشان له ۲۸ ولسوالیو څخه ۲۶ یې تر خپل ولکې لاندې راوستل" او د دغه ولایت مرکز فیض اباد یې محاصره کړ. د رپوټ له مخې، په دغه برید کښې په زرګونو ملکی کسان بې کوره شول.


"کله چې زموږ ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده، زه هلته وم. له هغه وخته پوه شوم چې نور هلته پاتې کېدل ناشوني دي."

صوفیا د خپلو زده کړو د دوام لپاره کابل ته راستنه شوه او په لومړۍ اونۍ کې له هغو خلکو سره په مرستې بوخته شوه چې د افغانستان له شمال څخه د جګړو له امله بې ځایه شوي وو.


صوفیا وايي: "کله چې د اګست میاشتې په ۱۵ مه نیټه کابل سقوط وکړ، ما ټولې هیلې له لاسه ورکړې."


هغه زیاتوي: "ما فکر کاوه چې مرکزي حکومت به زموږ سیمه آزاده کړي."


 

پر زده کړې بندیز


صوفیه د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې بدخشان ته راستنه شوه. طالبانو صوفیا ته اجازه ورکړه چې هغه نجونو ته درس ورکړي چې د ښوونځیو د تړلو له امله له زده کړو بې برخې شوې دی.


کله چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې پوهنتونونه پرانیستل، صوفیا کابل ته راستنه شوه ترڅو خپل درې پاتې  سمسترونو ته دوام ورکړي. خو څو میاشې پسته، ښځینه زده کونکي د هلکانو له ټولګیو څخه د خپلو ټولګیو جلا کیدلو او د جامو اغوستلو سختو مقرراتو سره مخ وو، او دوی ته اجازه نه ورکول کیده چې د خپل خوښې په رشتو  کې زده کړې وکړي.


صوفیا وايي: " یو شمېر ښځینه زده کوونکو د طالبانو له خوا د جامو اغوستلو له مقرراتو سر ټکاوه، خو ما ورته وویل چې بیا هم خوشحاله اوسئ چې زده کړې کولای شی".


طالبانو د ډسمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې ښځینه زده کړیالانې نور اجازه نه لري چې پوهنتونو ته لار شي، چې د طالبانو دغه اقدام په پراخه نړیواله کچه وغندل شوه.


صوفیا وايي چې له نیکه مرغه هغې د طالبانو له خوا د بندیزونو له لګولو څو ورځې وړاندې، له پوهنتونه فارغه شوه.


"ما د فراغت جشن لمانځلو پرته له پوهنتونه فارغه شوم. ما واوریدل چې دا وروستۍ ازموینه وه چې ښځینه زده کوونکو ورکړه."




د افغانستان پریښیدو پر وړاندې خنډونه



صوفیا هیله درلوده چې د تافل (TOEFL) په نړیواله کچه پیژندل شوی د انګلیسي ژبې ازموینې سند ترلاسه کړي، ترڅو په بهر کې د ماسټرۍ په برخه کې تحصیلی بورسیې لپاره غوښتنه وکړی.



خو یوه ورځ وروسته له هغې چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو د زده کړو پر دوام بندیز ولګاوه، طالبانو صوفیا یې په یوه بله تعلیمي موسسه کې له زده کړو بی برخې کړه او ویې ویل چې له دې وروسته ښځې اجازه نه لری چې انګلیسي ژبه زده کړی.

صوفیا دغه ورځ علمی چاپیریال ته د ننوتو د وروستۍ ورځې په توګه په یاد لری.


صوفیا وايي: "زه په الفاظو کې نشم ویلای چې د افغان نجونو راتلونکی به څرنګه وي. زه نشم کولای په یو څو ټکو کې خپله خواخوږي او خپګان د هغو نجونو لپاره څرګند کړم چې د خپلو موخو او ښو نمرو د ترلاسه کولو لپاره  سخت زیار ایستلی".


"اوسنی حالت یوه داسې کندې ته ورته ده چې افغانې ښځې او نجونې په کې بندې پاتې دي. دوی په دې کنده کې داسې بند پاتې دي چې حتی خپلې پښې هم پکې نشي خوځولای. او د دوی ټول هیلې او موخې د دې کندې څخه بهر دي."


د هیلې له لاسه ورکولو نه منل 


صوفیا وايي چې هغه د نورو ښځینه زده کوونکو په مینځ کې ځان "طالعمنه" ګڼي. هغه اوس له لیرې لاري کار کوي، خو وايي چې ټولګیوال یې د ناهیلۍ احساس کوي او د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري.


صوفیه وايي: "په اوسنيو حالاتو کې له افغانستانه وتل دې ته پاتې کیږي چې څوک یو کس ته چې له لوږې مړ کیږی،  یوه ټوټه دودۍ ورکړی."


"هرڅوک له افغانستان څخه د وتلو هیله لری او زه هم یو له هغو کسانو څخه یم. زه اوس هم هڅه کوم چې ځان ته ډاډ ورکړم، خو نا څرګندتیا (ناڅرګنده راتلونکی) ما ځوروي."

 

صوفیا هڅه کوي په هغه څه تمرکز وکړي چې د هغې خوښبږی، یعنې لوستل او لیکل. 


هغه وايي: "زه هڅه کوم چې د خپل درد د هیرولو لپاره په لوستلو او لیکلو کې آرامتیا ومومم". 


که څه هم هغه د راتلونکي په اړه هیله منه نه ده، خو هوډ لړي.


"موږ تر دې ځایه رسیدلی یو، خو تم شوو. لا هم باید پر مخ لار شو."

Interview by Afghan Witness

Source:

bottom of page