شهریار

یو ځوان هم جنس پرست فعال د راتلونکي لپاره مبارزه کوي.

Shahryar

زموږ وجود په خطر کې دی.


شهریار مستعار نوم دي د هرات اوسیدونکی ٢٠ کلن افغان دی.


شهریار یو تنکی ځوان وه چې په لومړي ځل پوه شو چې همجنسباز دی، څو کاله وروسته د هغه کورنۍ د دایکندي څخه هرات ته کډه شول چې د هغه د زیږيدني ځای دی، تر نورو څو کلونو وروسته په پنځلس کلنۍ کې وه چې هغه خپله لومړنۍ ریښتینې اړیکه درلوده. د یو کال لپاره دا د تل لپاره د پیل په څیر بریښي مګر بیا دوی جلا شول.


شهریار مجبوريت احساس كوي چې د همجنسباز په توګه خپل ژوند پټ کړي هغه حتی د خپلې کورنۍ څخه پټ کړی دی، په هرصورت هغه په ​​عامه توګه د أفغان لز بين، همجنسبازانو، دوه جنسونو، ټرانسجینڈر او دگرباش یا پوښتنې کونكي ټولنې حقونو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې ملاتړ کوي، شهریار افغان وتنس ته وویل چې د هغه د ټولنیزو رسنیو حسابونه څو ځله راپور شوي او له مینځه وړل شوي، مګر هغه خپل انلاین فعالیت ته دوام ورکوي.


شهریار د کانکور (پوهنتون ته د داخلې ازموینې) لپاره چمتووالی نیولی وه، کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۲مه له یو لړ ناکامو هڅو وروسته هرات ونیول، د طالبانو له نیولو وروسته شهریار پوه شو چې نور په هرات کې پاتې كيدي نه شي، هغه وویل:


مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، که څه هم افغان لز بين، همجنسبازانو، دوه جنسونو، ټرانسجینڈر او دگرباش یا پوښتنې کونكي ټولنه د پراخې ټولنې او مذهبي بنسټپالو څخه په وېره کې ژوند کاوه، موږ کولی شو شتون ولرو د طالبانو د رژیم لاندې مگر زموږ شتون په خطر کې دی.


وروسته له هغه چې هرات ښار د طالبانو لاس ته ولوېد، هغوی د خپلو مخالفینو د مدني ټولنې فعالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو تعقیب او ځپل پیل کړل، شهریار أفغان وتنس ته وویل چې طالبانو خلک د جعلي جواز له مخې وژلي چې دوی غله او تښتونکي دي، د شهریار لز بين، همجنسبازانو، دوه جنسونو، ټرانسجینڈر او دگرباش یا پوښتنې کونكي ملګرو په پټیدو او مختلفو ځایونو ته کډه کول پیل کړل، وروسته له هغه چې د هغه یو نږدې ملګری ورک شو، شهریار پریکړه وکړه چې هغه هم باید پټ شي.


ما د خپل نږدې ملګري سره اړیکه له لاسه ورکړه، د هغه تلیفون ناڅاپه د لاسرسني وړ نه وه او د هغه د ټولنیزو رسنیو حسابونه او پاڼې ورکې شوې، پوه شوم چې په ټولنیزو رسنیو کې زما ځینو پیروانو او تش په نامه ملګرو طالبانو ته خبر ورکړی و او اوس هغوی زما پسې ګرځي.


د شهریار لومړنی پلان داوه چې دایکندي ته ولاړ شي او هلته یو څه وخت پټ شي، خو ملګرو یې بل ډول مشوره ورکړه، په هرات کې د دوو میاشتو پټ پاتې کیدو وروسته شهریار پریکړه وکړه چې له افغانستان څخه ووځي. له دې امله چې د تګ کومه قانوني لاره نه وه نو پریکړه یې وکړه چې نیمروز د افغانستان سویل لویدیز ولایت چې د ایران ختیځ ته پروت دی ته ولاړ شي او له هغه ځایه په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، شهریار د خپلې کورنۍ په مالي مرسته او د خپلو ملګرو څخه د نغدو پیسو په اخیستو سره د انسان قاچاق وړونکو ته ٧ میلیونه ایراني ریال (١٧٠$ امريكايي ډالر) په ورکولو سره یو خطرناک سفر پیل کړ.


کله چې موږ د ایران په لور روان شو موږ ټول ٢٠٠ کسان وو، مګر موږ ټول ونه توانیدل چې بل لوري ته تیر کړو، ما په یوه دیوال ټوپ وکړ او بیا د موټر په ډنډ کې پناه واخیسته، د ساعتونو لپاره چې زما په شا کې وه دې زما د لمبر ډیسک ته یو څه وکړل زه لاهم هره ورځ درد لرم.


ایران ته له ننوتلو وروسته شهریار د خپلو ملګرو په مرسته د کډوالو له کمپ څخه په وتلو بریالی شو، هغه بیا اصفهان ته سفر وکړ چیرته چې هغه اوس اوسیږي، موږ د محرمیت او امنیتي دلایلو له امله د اصلي ښار نوم بدل کړ. شهریار له نیمروز څخه ایران ته د سفر پر مهال د ټپونو له امله لومړی څو ورځې په بستر کې پاتې شو، هغه بیا په دې وتوانید چې یو کار ومومي او یوازې دومره پیسې ترلاسه کړي چې خپل ورځني لګښتونه لکه خواړه، جامې او تلیفون پوره کړي ځکه چې هغه په ​​ټولنیزو رسنیو کې فعال پاتې کیږي، او د خطرونو سره سره د أفغانستان لز بين، همجنسبازانو، دوه جنسونو، ټرانسجینڈر او دگرباش یا پوښتنې کونكي ټولنې د حقونو مدافع دی.


شهریار په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې او د چارواکو له خوا بیرته اوریدلو ته انتظار باسي، په ورته وخت کې هغه په ​​​​ډیرو هیوادونو کې له لز بين، همجنسبازانو، دوه جنسونو، ټرانسجینڈر او دگرباش یا پوښتنې کونكي د ټولنو ملاتړ کونکو سازمانونو سره په تماس کې دی او هغه د دوی څخه ځینې حیاتي که محدود وي، ملاتړ ترلاسه کړی.


زه په خپګان اخته یم او له هیلو پرته وخت تېروم خو هېڅکله نه شم کولای چې خپل وکالت ودروي. دا ماته یو دلیل راکوي د طالبانو په واکمنۍ کې افغانان راتلونکې نه لري، هغوی له سختو شرایطو سره مخ دي که دننه وي او که باندي له افغانستانه دي، د ځان وژنې کچه خورا خطرناکه ده، هیڅوک یې په اړه خبرې هم نه کوي.


په هرصورت هغه دا مرکه په یوه خوشبیني سره پای ته رسوي چې د افغانستان ځوان نسل پوهيگي، باسواده، او تخنیکي پوه دی، هغه مني ښايي وخت واخلي، خو بالاخره به دوی د خپلو حقونو لپاره سره ودرېږي او طالبان به ننګوي.


Interview by Afghan Witness

Source: