رخسار

یوه افغانه پیلوټه په افغانستان کې د خپلې وروستۍ ورځې یادونه کوي، او د خپلې کورنۍ د پاتې کیدو لپاره اندیښنه لري.

Rukhsar

رخسار چي د هغې اصلي نوم نه دی، د افغان هوايي ځواک یوه پیلوټه په خپل وروستي پرواز کې.


رخسار چې اصلي نوم يې نه دى، د افغان هوايي ځواک پيلوټه ده تېر کال یې کندوز ته خپله وروستۍ الوتنه پیل کړه، لکه څنګه چې هغه د شمال ولایت په لور روانه شوه هغې هیڅ فکر نه کاوه چې دا به په افغانستان کې د پیلوټ په توګه د هغې وروستۍ الوتنه وي.


لکه څنګه چې طالب جنګیالیو د تیر کال په اګست کې ګړندي پرمختګونه وکړل، رخسار افغان وتنس ته وايي چې د حکومت تر کنټرول لاندې ولایتونو ته الوتنې څومره خطرناکې شوې.


هغې فکر کاوه چې دا وضعیت به لنډ مهاله وي، که څه هم د هغې شدت هغه وخت روښانه شو کله چې هغې ته د برید د ګواښ له امله د کور یا هوایی ډګر ته د تګ څخه ډډه کولو امر وشو، کله به چې کور ته راتله رخسار به خپله لاره بدله کړه کله کله به یې د کور پته هم بدلوله، ما د ازاد تګ، خريداري یا د ملګرو سره د لیدو خوند نه درلود ځکه چې دا زما لپاره خطرناك وه، هغه تشریح كوه.


رخسار د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۴مه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته د الوتنې لپاره تیاری نیوله، خو معلومه شوه چې نور خوندي نه ده، رخسار خپلې وزرونه موندلي په لفظي ډول پرې شوي دي، هغه نور نشي کولی الوتنه وکړي لږترلږه د پیلوټ په توګه.


یوه ورځ وروسته رخسار د کابل د طالبانو له نیولو خبر شو، د هغې د افغان هوایی ځواک همکارانو لا دمخه ګاونډیو هیوادونو ته الوتنې پیل کړې، پداسې حال کې چې هغې د خپلو پاتې همکارانو سره د دوی د ویستلو لپاره په اندیښنه سره انتظار کاوه. له بده مرغه د افغان هوايي ځواک الوتکې هېڅکله د پاتې کارکوونکو د ایستلو لپاره نه دي راستانه شوي.


زه له خپلو یو شمېر همکارانو سره په هوايي ډګر کې پاتې شوم، شپه مو د ایستلو په انتظار تېره کړه، خو زموږ الوتکې بېرته نه دي راستانه شوې، هغې یادونه وکړه. موږ په کابل کې امریکايي الوتکې ولیدلې هغوی د خپلو کارکوونکو ایستل پیل کړل، موږ له ځانه سره وویل که موږ نن شپه نه شو کولی چي ووځو دا به زموږ د ژوند وروستۍ شپه وي.


رخسار يادوي د هوايي ډګر پر لور د ډيرو خلك روان ول، ګډوډي رامنځ ته شوه، امریکایانو او طالبانو ډزې پیل کړې ویره پراخه وه، او هغه د خپل ژوند لپاره ویره درلوده، هغه زیاتوي دا زما د سترګو په وړاندې دوزخ وه.


د خلکو د ګڼې ګوڼې په مابين كي مبارزه كزله څنګه چې د هغې په څیر نا امید ول، ځینې یې حتی هڅه کوله چې الوتکې ته وچسپیږي، رخسار په کلکه هڅه وکړه چې د وتلو الوتکو ته ځان ورسوي مګر هر ځل ناکامه شوه، رخسار له خپلو ځینو بهرنیو همکارانو سره تر تماس نیولو وروسته د اګست په ۲۱ مه په پای کې له افغانستانه ووته.


مګر دا سفر توپیر درلود دا ځل هغه پیلوټ نه وه مګر یو ایستل شوی. مجبوره شوې چې خپله کورنۍ په کابل کې پریږدي، هغه د طالبانو په رژیم کې د دوی د خوندیتوب په اړه اندیښنه لري، هغه په ​​ځانګړې توګه د خپلې خور په اړه اندېښمنه ​​ده، چې مشهوره افغان ورزشکاره ده ځکه چې د ښځو حقونه اوس تر جدي ګواښ لاندې دي.


نن هم رخسار په انتظار دی دا ځل د الوتکې نه بلکې د کور لپاره، نوموړې اوس مهال د قطر په دوحه کې د کډوالو په یوه پناه ځای کې ده او د بیا میشتیدنې په تمه ده، په هرصورت د هغې تمرکز د هغې په خپل راتلونکي نه بلکې د خپلې خور او کورنۍ په برخلیک دی.


هغه وايي راځي فکر وکړو چې په سپورت، مدني ټولنو او ښځو کې چې په اردو کې کار کوي ټول له هېواده وتلي دي، نورې ښځې او نجونې چې پاتې وي نو په افغانستان کې به د ښځو څه حال وي؟ د دوی د حقونو په اړه، د هغو زده کړې په اړه څه چې دوی ترلاسه کړي؟ راتلونکې دوی ته څه ښکاري؟ د دې ټولو مسؤلیت څوک لري؟

Interview with Afghan Witness

Source: