رنګینه

یو شاعر تشریح کوي چې څنګه محدودیتونو د هغې په کار اغیزه کړې، او هغه څنګه پریکړه کوي چې د ځوان نسل لارښود کولو لپاره لیکلو ته دوام ورکړي

Rangina

ځه تسلیم شوی نه یم ځکه چې د یو شاعر په توګه زه د ټولنې په وړاندې د مسؤلیت احساس کوم


افغان وتنس د مرکه کوونکي نوم بدل کړی دی.


د طالبانو د بیا راژوندي کیدو څخه په څو اونیو کې، خبرونو په تفصیل سره وویل چې څنګه هنرمندانو نقاشي ښخ کړي، فلم جوړونکو د خپلو اثارو هارډ ډرایو پټ کړي، او کتاب پلورونکو له خپلو الماریو څخه منع شوي عنوانونه لرې کړل.


د افغانستان د هنري او کلتور سکتور چې د هېواد له ننګونو سره سره د ودې په حال کې و، په چټکۍ سره خاموش شو.


د تیر اګست په میاشت کې د طالبانو له راستنیدو راهیسې، د هیواد ډیری هنرمندان چې د وتلو توان یې نه درلود د راپورونو له مخې پټ شوي دي، نور یی دوام ورکړی، مګر یوازې د طالبانو د محدودیتونو په حدودو کې.


د طالبانو تر واکمنۍ مخکې، د هرات یوه شاعره او ښوونکې رنګینه، چې خپل لومړی کتاب یې خپور کړی و، د ټافل ازموینې ته د چمتو کیدو لپاره د انګلیسي ژبې ټولګیو ته تللې وه، او په منظم ډول یې د کتابونو په کلبونو او ادبي محفلونو کې برخه اخیسته.

د ادبياتو ګروپ چې هغې پکې ګډون کړی و په اونۍ کې به راټولیدل ترڅو لیکوالان خپل کار شریک کړي او نظرونه تبادله کړي، که څه هم دا د طالبانو له راستنیدو سره ودرول شو.


رنګینه افغان وتنس ته وايي، د طالبانو له نیولو وروسته، زموږ یو همکار د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو، طالبانو زموږ د اتحادیې دروازې وتړلې او موږ ته یې وویل چې ښځې او نارینه په یو ځای کې نشي اوسیدی.


رنګینه وايي، دغې اتحادیې څو ځلې د طالبانو د پرېکړې پر ضد اعتراض کړی دی، د ډیرو هڅو وروسته دوی ته اجازه ورکړل شوه چې خپلې غونډې بیا پیل کړي، مګر یوازې هغه وخت چې دوی جنسیتونه سره جلا شوي وي. له هغه وخت راهیسې، شمیر کم شوی یوازې ځینې ښځې په غونډو کې ګډون کوي، او نارینه ټولو یوځلی راتګ بند کړي.


رنګینه افغان وتنس ته دا هم وايي، چې طالبانو انجمن ته یوازې دوه ساعته د غونډې اجازه ورکوي، بیا یې تالار ګوري، تر څو ډاډ ترلاسه کړي، چې د ګډونوالو په منځ کې هیڅ نارینه نشته، مخکې له دې چې ټولو ته ووایي چې کور ته لاړ شي.


د نیول کیدو ویره


طالبانو د دوی له راستنېدو سره سم عمومي بښنه اعلان کړه، خو د غچ اخیستنې، جبري ورکېدو او نیول کېدو پراخو راپورونو د فعالانو، ژورنالیستانو، پخوانیو حکومتي او امنیتي کارکوونکو او هنرمندانو تر منځ وېره خپره کړې ده.



رنګینه وايي: کله چې طالبانو په هرات کې خالد قادري افغان خبریال ونیولو، موږ وېرېدلي وو. د راپورونو له مخې، قادري د رژیم ضد تبلیغاتو د خپرولو او بهرنیو رسنیو ته د جاسوسۍ په تور په یو کال بند محکوم شوی دی، رنګینه افغان وتنس ته وايي چې هغې خپل فیسبوک حساب بدل کړ او خپل تلیفون یې بند کړ سره له دې چې ډیر لیدونکي یې درلودل چې د هغې د شعر لوستلو لپاره یې د ټولنیزو رسنیو پاڼې لیدلې.


هغې زیاته کړه: موږ لیکوالان په ریښتیا محدود شوی یو، موږ نور نشو کولی په آزادۍ سره لیکل وکړو، لکه څنګه به چې پخوا لیکل.


د تېر کال په ډسمبر کې د افغان هنرمندانو او تخلیق کارانو یوې ډلې بوریس جانسن، ولسمشر بایډن او نورو نړیوالو مشرانو ته یو پرانیستی لیک ولیکه او د هغوی د ژغورلو غوښتنه یې وکړه. په لیک کې، لیکوالان ځان د "بې کاره، بې راتلونکي" او "د نیولو او مرګ په دوامداره ویره کې" په توګه بیانوي، او زیاته یې کړه چې "موږ ژوند نه کوو، یوازې شتون لرو."


مات شوي روحونه


په داسې حال کې چې رنګینه ادبي غونډو ته د دوام اجازه ورکړل شوې، هغه وايي چې د طالبانو له راتګ راهیسې یوازې په یوه غونډه کې په ګډون بریالی شوی ده.


هغه زیاتوي: زه هیڅ انګیزه نه لرم، او زه نور نه شم لیکلی، هیڅ شی ماته د لیکلو لپاره الهام یا انرژي نه راکوي.


د رنګینه ډېر ملګري چې شاعران او هنرمندان وو ګاونډیو یا اروپايي هېوادونو ته کډه شوي، خو لا تر اوسه هغه خپله نه ده ایستل شوې.


هغې افغان وتنس ته وویل: زما نوم د ویستلو په لیست کې و، مګر ما د وتلو د څرنګوالي په اړه هیڅ ځواب ترلاسه نه کړ دا مهال د پاسپورټ ترلاسه کول خورا ستونزمن کار دی، لومړني لیستونه چې زما نوم په کې وو د مختلفو هیوادونو لخوا رد شوي.


رنګینه وايي د هغې کورنۍ پلان لري چې د کال په پای کې له هیواد څخه ووځي ځکه چې دوی احساس کوي چې دوی اختیارونه له لاسه ورکوي.


زه د هیواد پریښودلو هیڅ لیوالتیا نه لرم، مګر زه باید څه وکړم؟ هغې زیاتوي. لږ تر لږه د طالبانو ده واکمنۍ لاندې ژوند کولو څخه بهتر دي.


ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د طالبانو له راتګ څخه اغیزمنې شوې دي، تیره میاشت طالبانو یو فرمان صادر کړ چې افغان میرمنې په عام محضر کې د مخ پټولو ته اړ ایستل شوی، په داسې حال کې چې د نجونو لیسې لا نه دي پرانیستل شوي.


هغه وايي: زه په ابتدایه ښوونځي کې هم درس ورکوم، خو زه باید اوږد عربي حجاب واغوندم او خپل مخ په ماسک وپوښم، که نه، زه به د ننوتو اجازه نه لرم، او دوی [طالبان] به شکایت وکړي، زه حتی په خپل کاري ځای کې خورا محدود شوی یم.


په داسې حال کې چې طالبانو په ښکاره توګه ښځې د کار ځای ته نه دي منع کړي، ډیری ښځې کار نشی کولی پرته لدې چې اړین رولونو کې کار وکړي.

رنګینه څرګنده کړه، هغه کسان چې د کار کولو توان لري، ټیټ پروفایل ساتی.


په اوس وخت کې، دا خورا ډارونکی دی چې د دې په څیر کار ته دوام ورکړي. موږ [ښځې] لږترلږه غواړو بیرته کار ته لاړ شو او د ټولنې برخه واوسو که څه هم زما په اند دا د خوښې فکر ښکاري.


د ژوندي پاتې کیدو لپاره لیکل


په داسې حال کې چې رنګینه په لیکل ستونزمنه بولی، هغه په ​​افغانستان کې د یوې ښځې په توګه د خپلو ورځنیو افکارو او تجربو د ثبتولو لپاره خپله لیکنه کاروي، هغه وايي چې هغه د وضعیت په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره هم لیکي ترڅو نړۍ پوهه شی چې موږ دلته څنګه ژوند کوو، رنګینه هیله منده ده چې که څوک د هغې تجربې ولولي، دوی به د هغې او کورنۍ په وتلو کې مرسته وکړي.


رنګینه وايي: که ژوند همداسې دوام وکړي لکه څنګه چې دا د طالبانو په واک کې دی، دا د یو زندان څخه توپیر نه لری.


فکر وکړئ هغه ښار چې تاسو پکې غوړیدلی یاست په لوی زندان بدل شوی وی.

رنګینه افغان وتنس ته وايي چې ځینو شیانو چې هغی لیدلې دی ذهن ته یې زیان اړولی دی. نوموړې وايي چې یوه ورځ کار ته د تګ پر مهال یې د یوه سړي تښتوونکي مړی ولید چې د طالبانو له خوا په عام محضر کې ښودل شوی و.


هغې یادونه وکړه: دا یو ټکان ورکوونکی شیبه وه، دې زما په رواني حالت منفي اغیزه وکړه، او ما نشو کولی په هغه ورځ خپل ټولګي ته درس ورکړم، زه د ډیرو شپو لپاره بې خوبه وم، ویره لرم چې څوک به زموږ کور ته ننوځي او زموږ سره به همداسې وکړي.


د دې کال په پیل کې، افغان وتنس په هرات کې د ادعا شویو سړي تښتونکو درې جسدونو دی جغرافیه یی موقعیت تایید کړ چې په عامه توګه د طالبانو لخوا ښودل شوي.


یوه ورته پیښه چې په هرات کې د دریو کسانو جسدونه په کرینونو کې ځړول شوي وو د سپټمبر په میاشت کې هم رامینځته شوي چې افغان وتنس همچنان وتوانید چې جغرافیه یی موقعیت یی پیدا او تصدیق کړي.

له دغی وېرې سره سره، رنګینه هڅه کوي چې د افغانستان ځوان نسل په تېره بیا نجونو ته چې د هغې ملاتړ ته اړتیا لري، تمرکز وکړي.


هغه وايي: ځه تسلیمه شوی نه یم ځکه چې د یوې شاعرې په توګه زه د ټولنې په وړاندې د مسؤلیت احساس کوم، ځوانې انجونې چې اوس یې خپل شاعرانه سفر پیل کړی لارښوونې او مشورې ته اړتیا لري زه باید د دوی لپاره شتون ولرم.

Source: