نیلاب

د مخابراتو یو کارکوونکی هڅه کوي چې په نوي کابل کې ښه ژوند وکړي

Nilab

که زه لاړ شم چیرته لاړ شم؟ زه به څه وکړم؟


نیلاب (مستعار نوم) په کابل کې په یوه مخابراتي شرکت کې کار کوي او د انګلستان په یوه پوهنتون کې د ډیجیټل سوداګرۍ په برخه کې د آنلاین ماسټرۍ پروګرام تعقیبوي، د طالبانو له واک څخه مخکې، هغه د افغانستان راتلونکي ته هیله منده وه او په دې باور وه چې افغان حکومت د ولسمشر غني په مشرۍ پخوانی حکومت کولای شي له مشكلاتو او جګړو سره سره د بشري حقونو ساتنه وکړي، هغې هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره د سولې تړون به په افغانستان کې وینه تویونه پای ته ورسوي.


نیلاب له افغان وتنس سره په مرکه کې په افغانستان کې د پاتې کیدو لپاره خپله ژمنتیا او هوډ څرګند کړ او ویې ویل چې کاناډا ته د مهاجرت فرصتونه یې له پامه غورځولي دي، د اګست په ۱۴مه طالبان کابل ته له ننوتو یوه ورځ مخکې نیلاب د خپل د کار مسئول څخه یو متنی پیغام ترلاسه کړ، او ورته لارښوونه وشوه چې بله ورځ د اګست په ۱۵ مه له کوره کار وکړي. نیلاب وویل:


زه په کور کې وم او مازدیګر شاوخوا څلور بجې مې په فیسبوک کې ولیدل چې ولسمشر غني له هېواده تښتېدلی دی، دا هغه وخت وه چې ما خپل ټول امید له لاسه ورکړ، ما فکر وکه چې هر څه په یوه وخت کې له لاسه لاړل او اوس زه دلته بنده پاتې یم.


د پیښو بدليدل د نیلاب لپاره ویرونکی وه ځکه چې هغې د طالبانو موټرونه او جنګیالي ولیدل چې په کابل کې د هغې د كور په شاوخوا ى كي ګرځي، نیلاب د یوې میاشتې لپاره د ویرې او حیرانتیا له امله ځان په کور کې بند کړ، وروستی ځل چې هغې د طالبانو سره په٩٠ يم لسیزه کې لیدلي ول کله چې هغه یوازې پنځه کلنه وه، هغې هیڅکله فکر نه کاوه چې طالبان به بیرته راشي.


لکه څنګه چې د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د ډله ایزو ویستلو په ترڅ کې په زرګونو خلک له افغانستان څخه ووتل، نیلاب ونه توانیده چې د هیواد پریښودو پریکړه وکړي، هغې په دوا مداره توګه د خپل ژوند په اړه فکر کاوه، په تیرو ٢٠ کلونو کې د ځان لپاره د مسلک جوړولو لپاره نه ستړي کیدونکي کار کړي. هغې وویل:


ستاسو په وړاندې یو ژوند دی تاسو نشئ کولی ناڅاپي پریکړه وکړئ او پریږدئ، که زه لاړه شم چیرته به لاړ شم زه به څه وکړم؟ نه زه غواړم چې لاړه شم او نه غواړم چې پاتې شم.


په دې ناڅرګندو وختونو کې نیلاب ځان خوشحاله ګڼي چې دنده لري، هغه هره ورځ کار ته ځي او مستقیم کور ته راځي په هرصورت، هغه دا ویره لري کله چې طالبان جنګیالي هغه موټر ودروي چې هغې سره کار ته ځي او پوښتنه کوي چې چیرته ځي.


که څه هم د نیلاب د کار ځای یو خلاص چاپیریال دی او هغه کولی شي د حجاب اغوستلو یا نه اغوستلو انتخاب وکړي، دا یو شان نه دی کله چې طالبان کله ناکله د امنیتي معایناتو لپاره لیدنه کوي، نیلاب خپله ویره بیانوي کله چې طالبان د هغې د کار ځای ته راځي هغه لړزیږي او فکر کوي چې ممکن ورته یو څه ناوړه پیښ شي، د طالبان اورپکو له راتګ او تحقيقات څخه د نیلاب دوامداره ویره د هغې ژوند ستونزمن کوي. هغې وویل:


طالب جنګیالي شکایت کوي چې معاش نه ورکول کیږي او کافي خواړه او جامې نه لري، خو دوی وسلې لري او له خپلو وسلو څخه د خلکو د ګواښلو او د خوراک او پیسو غوښتنه کوي.


سره له دې نیلاب فکر کوي چې طالبان به پاتې نشي ځکه چې دوی د حکومت کولو وړ ندي.


د یو هیواد لپاره چې ځوان نفوس لري، د افغانستان ٦٣٪ نفوس د ٢٥ کلونو څخه کم عمر لري، وروستي سیاسي بدلونونه زیانمنونکي او خپګانونكي دي، نیلاب خپه شوي هغه نورمالتوب احساس او هغه آزادي چې مخکې یې د گشت او گزار، کار او د خپلو انتخابونو په برخه کې خوند اخیست، د هر څه سره سره چې په هغي تیریږي هغه د نږدې راتلونکي لپاره انعطاف او امید لري، هغه د وتلو کوم پلان نه لري او په افغانستان کې پاتې کیدو ته ژمنه د.

Interview by Afghan Witness

Source: