محمود

محمود یو هزاره مرستندویه کارکوونکی او هیله من لیکوال په یوه بمي برید کې د خپلو پنځو ملګرو د له لاسه
ورکولو خبره کوي.

Mahmud

محمود د خپل ملګري په له لاسه ورکولو غمجن دی چې د جولای په ۲۳ په کابل کې په چاودنه کې مړ شو.


محمود چي اصلي نوم یې نه دی د هنر پوهنځي فأرغل تحصيل دي، د بشري مرستو رضاکار او هیله مند لیکوال دی، په ۲۰۱۵ کال کې د غزني ولایت له جاغوري ولسوالۍ څخه کابل ته د لوړو زده کړو او د ژوند د ښه فرصتونو په موخه راغلی وه.


خو په کابل کې ژوند هغه څه نه وه چې محمود یې تمه درلوده، محمود افغان وتنس ته وويل چې يوازې د کابل په هزاره ګانو کې يې تر دېرشو زيات ځانمرګي بريدونه او چاودنې ليدلي، چې ده او د هغه يوې ډلې ملګرو په خپله خوښه د خپلو ټولنو په منځ کې يو خيريه موسسه او کتابخانه جوړ کړ.


محمود افغان وتنس ته په ډاګه کوي چې څنګه یې د کابل په لویدیځ کې د روښانتیا غورځنګ د مظاهرو په ترڅ کې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۳ مه په یوه چاودنه کې خپل پنځه نږدې ملګري له لاسه ورکړل، په دغو دوو ځانمرګو بریدونو کې ۸۰ کسان ووژل شول او ۲۳۰ نور ټپیان شول.


محمود د هغه تبعیض په اړه خپله خپګان هم شریک کړ چې د پخواني افغان حکومت پر مهال د هزاره اقلیت په توګه ورسره مخ وه. هغه افغان وتنس ته وويل چې په پوهنتون کې د قوميت له امله ورسره ناوړه چلند شوى او د همدې دليل له امله يې کاري فرصتونه له لاسه ورکړي دي.


د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د کابل له سقوط راهیسې د محمود ژوند نور هم سخت شوی دی، د طالبانو د رژیم پر مهال هغه هیڅ دنده نه لري او احساس کوي چې هغه ډیره لږه هیله لري، طالبان خپل جنګیالي او ملګري استخداموي چې هیڅ وړتیا نلري، د هغو زرګونو با سواجه خلکو راتلونکې به څه وي چې د کار په لټه کې دي؟


محمود په یوه غونډه کې وینا کوي.

د طالبانو په واک کې هغه هم په شخصي توګه د خطر احساس کوي، محمود افغان وتنس ته وویل چې هغه د خپل ژوند په اړه ویره لري ځکه چې طالبانو هغه د مرستندویه کارکونکي فعال او د خپل رژیم د مخالف په توګه پیژندلي دی، هغه وايي طالبانو څو ځله ماته د مرګ ګواښونه کړي دي، په یوه پیښه کې کله چې موږ یو بل سره مخامخ شو دوی ګواښ وکړ چې زما سترګې به زما له سر څخه وباسي.


محمود له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې له خلکو سره بشري مرستې کړې، کورنیو ته یې د خوراکي توکو بستې برابرې کړي او په ځینو وختونو کې یې حتا خپلې پیسې او هغه پیسې چې کورنۍ یې خپلې زده کړې ته ځانګړې کړې وې د نورو سره د مرستې په موخه لګولې دي، په هرصورت د طالبانو په واکمنۍ کې هغه د دې کار دوام خورا خطرناک ګڼي، هغه وايي طالبانو د دوی د بشري مرستو د نوښت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د رضاکارانو ډله یې منحل کړې ده.


محمود افغان وتنس ته وویل، په یوه وروستۍ پېښه کې دوه طالبان جنګیالي ماته راغلل او ویې پوښتل چې ایا زه د کوم بهرني سازمان لپاره کار کوم، ما ځواب ورکړ چې زه د کومې بهرنۍ موسسې لپاره کار نه کوم، زه له بهر څخه د خپلو ملګرو او شبکو څخه كومك راټولوم او اړو کورنیو ته د خوراکي توکو بستي اخلم او ویشم، په ځواب کې هغوی زخ په مخ په سپيړه ووهلم او په خپلو ټوپکو مې په سر ووهلم.


له دې پېښې وروسته محمود په دې وېره کې دی چې بیا به د طالبانو د غړو له خوا ووهل شي نو خپلې مرستې يي بندې کړې دي، هغه د دې پر ځای چې د بشري مرستو د رضاکار او د کابل اوسېدونکی په توګه د خپلو تجربو یادونه کوي چې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو شاهد دی او په لاره کې یې ملګري له لاسه ورکړي.


محمود هيله لري چې له افغانستان څخه د جنوب لويديځ نيمروز ولايت له لارې ايران ته او د ايران او ترکيې د پولې له لارې يو خوندي هېواد ته ولاړ شي، او هيله لري چې خپل کتاب خپور کړي. په داسې حال کې چې هغه د وېرې او ناهیلۍ احساس کوي، هغه وايي چې د خپلې لیکنې له لارې به د افغانانو غږ اوچتولو ته دوام ورکړي.

Interview by Afghan Witness

Source: