جواد

د ژوند په لټه کې له افغانستانه وتلو ته اړ شو.

Jawad

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د کار موندل ناممكن شو، په دې توګه مې له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه.


جواد (چي حقیقي نوم یې نه دی) په کابل کې د یوې نوى پیل شوې سوداګرۍ رسانۍ د تولید ټیم لپاره د ویډیو ګرافر او مدیر په توګه کار کاوه، یوازې د ځان او کورنۍ لپاره یې پای ته رسول، هغه سخت کار وکړ ترڅو خپلې کورنۍ ته داسې ژوند چمتو کړي چې هغه هیڅکله داسي ژوند نه درلود.


د اګست په ۱۵مه په کومه ورځ چې طالبان کابل ته ننوتل، جواد د مالیې وزارت ته د خپل مالیې د شمېرې د ستونزې د حل لپاره ورغلی و چې له امله یې بانکي حساب کنګل شوی وه، هغه څوک چې په وزارت کې ورسره مخ شو په ویره کې و او ورته یې ویل چې دوی مرسته نشي کولی ځکه چې حکومت سقوط کړی، جواد هم په ټکان کې و او نه شو پوهیدای چې څه پیښیږي. هغه وليدل چې افغان پوځيان په ډار کې خپل پوځي يونيفورم لرې کوي.


وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، جواد یوازې څو ورځې کار کولای شو او بیا یې د کار ځای وتړل شو. هغه وویل:


موږ لس ورځې کار ته دوام ورکړ او زه هیله من وم چې دا به دوام ومومي، مګر بیا دوی زموږ قراردادونه وځنډول، زه وزګار وم او په هر ځای کې د کار په لټه کې وم مګر هیڅ مي ونه موندل، ما حتی د ټیټ معاش د کارونو لټون وکړ لکه پاکاري یا مینځل مګر ما دا هم نشو کولی، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د کار موندل ناشوني شول، په دې توګه مې پرېکړه وکړه چې له افغانستانه ووځم.


د جواد لپاره په افغانستان کې ژوند په ټپه ولاړ و، هغه دوه ځله ایران ته تللی و خو د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا افغانستان ته وشړل شو، هغه پوهیده چې هغه یو لوی خطر په غاړه اخیستی و، مګر د خپلې کورنۍ په سخت حالت کې لیدل هغه هڅول چې د دریم ځل لپاره هڅه وکړي، جواد اوس د ترکیې په ایرزورم ښار کې دی چې د بلوچو او کردانو د قاچاقبرانو له خوا گروگان نیول شوی او وهل شوی دی، موږ یو افغان هلک ولید چې پیسې یې نه درلودې او یو بلوڅ قاچاقبر زموږ د سترګو په وړاندې په كلشنكوف په ډزو وويشته، کله چې تاسو د قاچاقبرانو په لاس کې یاست دا یو طرفه سړک دی یا ته مړ شه یا هغه څه وکړه چې دوی درته وایي، جواد بیان کړه.


جواد ترکیې ته د رسیدو لپاره شاوخوا ٢٠٠٠ ډالر ولګولي، هغه هیله لري چې یو کار ومومي او په کابل کې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره عاید پیل کړي، څوک چې کرایه ورکوي او هغه نه غواړي چې دوی بې کوره شي.


Interview by Afghan Witness

Source: