جمال

یو خبریال له افغانستانه تیښتې ته اړ شو

Jamal

جمال وايي چې په افغانستان کې هیڅ خبریال خوندي نه دی

جمال چې اصلي نوم یې نه دی ښودل شوی، ۲۹ کلن دی او د کورنۍ جګړې پر مهال په کابل کې زېږېدلی دی.

په افغانستان کې د ډیرو خلکو په څیر، هغه د جګړې سره نابلد نه دی.

هغه وايي: زه په جګړه کې زیږیدلی او لوی شوی یم.


په ښوونځي کې جمال غوښتل چې خبريال شي او له لیسې وروسته يې په يوه دولتي پوهنتون کې د ژورناليزم زده کړه پيل کړه.


د فراغت وروسته، هغه یو ژورنالیست شو، چې د جګړې او امنیت پورې اړوند کیسی یی پوښلې.

هغه افغان وتنس ته وویل: زما د راپورونو په جریان کې، ما د قربانیانو وینه، هډوکي او د غوښې ټوټې ولیدلې،هغه زیاته کړه چې دې ورته ژور صدمه رسولی ده.


ما حتی خپل یو شمیر نږدې ملګري په ځانمرګو بریدونو کې له لاسه ورکړل، هغوی هم خبریالان وو.


جمال وايي، هغه ځانمرګي برید ته ډېر نږدې شوی و چې په ۲۰۱۸ کال کې یې په کابل کې د خبریالانو یوه ډله په نښه کړه.

هغه زیاتوي: که څه هم زه پوهیدم چې کیدای شي له دغو پیښو څخه یوه کې هم مړ شم، خو د راپور ورکولو په برخه کې مې خپله ژمنه وساتله.


د طالبانو له واک څخه څو میاشتې وروسته، د بشري حقونو سازمانونو د رسنیو د محدودیتونو په اړه خبرداری پیل کړل.

خبریالان چې د ښځو او بشري حقونو د اعتراضونو د پوښښ هڅه کوي له ممانعت او په ځینو مواردو کې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.


د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون د معلوماتو له مخې، یوازې په مارچ میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲ پیښې او د پنځو رسنیو د تړل کیدو خبر ورکړل شوی دی.


د رسنیو پر وړاندې بندیزونه د ودرېدو نښې نه ښيي؛ په دې اونۍ کې طالبانو امر وکړ چې د بي بي سي تلویزیوني خبرونو په ګډون نړیوال نشرات دې له هوايي څپو څخه لیرې شي، چې په پښتو، فارسي او ازبکي ژبو خپرونې یې له هوا څخه لیرې شوې.


په داسې حال کې چې ډیری خبریالان له هیواده تښتیدلي دي، کله چې طالبان بیرته راستانه شول، جمال پریکړه وکړه چې خپل تمرکز د پخوانیو افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو فعالیتونو ته واړوي، د آزاد ژورنالیست په توګه راپور ورکړي.


هغه افغان وتنس ته وايي چې د تیر کال په سپټمبر کې یې د بشري حقونو د یوه لاریون په اړه د راپور ورکولو هڅه وکړه.

د جمال په وینا، طالبانو د هغه تلیفون کتلی او د پخوانیو پوځي او امنیتي منسوبینو په اړه یې د هغه د راپورونو په اړه اسناد او عکسونه موندلي دي.


جمال وايي: دوی زه د یوې ورځې لپاره بندی کړم، شکنجه یې کړم او خوشې یې کړم، درې ورځې وروسته دوی له ما څخه وغوښتل چې د پوښتنو لپاره ورشم، او زه له خپل ځای څخه بل ځای ته لاړم مخکی له دی چې د کور لټون پیل شي.


طالبانو د هدفي غچ اخیستو ادعاوې رد کړې، او ادعا یې کړې چې د روان کال په لومړیو کې یې کور په کور تلاشي او جنایتکاران په نښه کړي، خو داسې ادعاوې پراخې شوي چې عام وګړي هم په نښه شوي او په دې وروستیو کې د یو شمیر مشهورو ښځینه فعالانو نیول کیدو هم اندېښنې راپورته کړې دي.



جمال افغان وتنس ته وايي چې هغه له افغانستانه وتلی او دا مهال په یوه ګاونډي هیواد کې ژوند کوي، هلته په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي او لا هم د خپل ژوند په اړه ویره لري.


اوس مهال، زه خپګان کی یم؛ باور وکړه، زه په سړک او پارک کې ویده شوی یم، ما هڅه وکړه چې د رسنیو د هرې ادارې سره اړیکه ونیسم چې مرسته وغواړم، مګر ما هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی او نه می د مالي، سرپناه یا پناه اخیستنې په برخه کې مرسته ترلاسه کړه.


زه دلته د خوندیتوب احساس نه کوم، نه فزیکي او نه ذهني.


زه نور په افغانستان کې خپل راتلونکی نه وینم: د رسنیو چینلونه په کلکه محدود دي، د بیان ازادي شتون نلري او خلک په دوامداره ویره کې ژوند کوي.


هیڅ خبریال خوندي نه دی، نه اقتصادي، نه فزیکي او شخصي.


جمال خپله راتلونکې تشه بولي، خو وايي که خوندي هیواد ته ولیږدول شي، ښايي د خبريال په توګه کار ته دوام ورکړي.


جمال وايي: له طالبانو مخکې زما یوازینۍ هیله دا وه چې لا زیاته ازادي لرلو، د ښځو او نارینه وو لپاره برابري، بشري حقونه وساتل شي، اقلیتونه باید مساوي حقوق ولري، زه په ریښتیا هم یو خوندي، ازاد او باثباته افغانستان غواړم.


راپور وركونكي: افغان وتنس.

Interview with Afghan Witness

Source: