top of page

د ورځې لخوا غالۍ اوبدل، د شپې لخوا لیکل

واک ته د طالبانو له رسیدو نه مخکې ، ګوهر پوهنتون ته تیاری نیولي و. اوس مهال، هغه په ​​پاکستان کې د غالۍ اوبدونکي په توګه خپلې ورځې تیروي.

Gawhar

"د ورځې په اوږدو کې زه غالۍ اوبدم، خو کله چې کور ته راشم، شپه مې په لیکلو تېره شي."

د ګوهر لپاره، چې اصلي نوم یې نه دی، ستونزمنه ده چې پوهه شي چې څنګه دې ځای ته ورسیده. 


 ګوهر افغان وټنسیتنیس ته وویل چې له دې مخکې یې  یو "آرامه  ژوند" درلود. هغې د ​​ښوونځي په درسونو کې ډیر زیار ایستلۍ و. په لسم ټولګي کې يې د رياضي په نړيواله سيالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه. وروسته له هغې یې د انګلیسي ژبې زده کړه کوله او د پوهنتون د داخله ازموینې د چمتووالي په پروګرامونو کې یې ګډون وکړ. 



هغه اوس ۱۹ کلنه ده او په پاکستان کې د ژوند د پرمخ بیولو له پاره غالۍ اوبدي. 

 هغه وايي: "ما غوښتل چې خپلې زده کړې بشپړې کړم او یوه خپلواکه ښځه شم". 


"ما غوښتل چې په یوه ځایي رسنۍ کې د خبریالې په توګه کار وکړم. زما یوې ښځینه ټولګيوالې غوښتل چې ډاکټره شي، خو له بده مرغه خپلو هیلو ته ونه رسیدو." 

 

 پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ د ګوهر لپاره هر څه بدل کړل. د هغه ښار، مزار شریف، چې د بلخ  شمالي ولایت پورې اړه لري، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۴مه نیټه د طالبانو لاس ته ولوید. دغه ډله یوه ورځ پسته د افغانستان په پلازمېنه کابل کې واک ترلاسه کړ.

د ګوهر پلار او ورور دواړه د خبریالانو په توګه کار کاوه او د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونو اړوند مسایلو تی یې پوښښ ورکول چې واک ته د طالبانو په بیا رسیدو سره، هغوی د دغه کار له کبله له ګواښ سره مخامخ وو. 


 ګوهر وايي چې هغه او کورنۍ يې د طالبانو له لورې د غچ اخیستنې څخه وېرېدل. 


 ګوهر زیاتوي: "دا زما د ژوند تر ټولو اوږده شپه وه". 


 ښوونځي د نجونو پر مخ خلاص نه دي


د ګوهر پلار د ښار له ګډوډۍ څخه د تیښتې لپاره، خپله کورنۍ د بلخ ولایت شولدرې ولسوالۍ ته ولېږله. ګوهر لېواله وه چې خپلې زده کړې بیا پیل کړي خو ورته وویل شول چې تر بل خبرتیا پورې نشی کولای  خپلو زده کړو ته دوام ورکړی.


 په داسې حال کې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د ټولو عمرونو هلکانو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل، د افغانستان ښځینه منځني ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې شول، او دغي ډلې وویل چې د منځني ښوونځیو پورته ښځینه زده کوونکو راستنیدو نه مخکې،  دوی باید د " زده کړو خوندي چاپیریال" برابر کړی.  


ټاکل شوې وه چې د نجونو منځني ښوونځي د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې پرانیستل شي، خو طالبانو دغه پرېکړه بېرته واخیسته او له هغه راهیسې ښوونځي تړلي پاتې دي. 


 ګوهر وايي چې هغې په موقت ډول د ژبې زده کړې په یوه مرکز کې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، خو هلته نجونې باید د جامو اغوستلو سخت دستور په پام کې نیولي وای او د دوی ښوونکو ورته ویلی وو چې خپل کتابونه پټ کړي او په احتیاط او ځیرکی سره صنف ته ننوځي ترڅو د طالبانو جنګیالیو لخوا ونه لیدل شي. 


"موږ باید د ټولګي په پای کې په سیوري کې ناست وو ترڅو که طالبان راشي، دوی موږ ونه ویني، یا که یې ولیدو، نو پوه نه شي چې موږ هغه جامې نه دی اغوستې چې دوی یې راته د اغوستلو امر کړی. په ټولګي کې د زده کړې پر مهال ټول تمرکز او پام  پر نارینه زده کوونکو وو. 

ګوهر وايي چې له څه کم یوې میاشتې زده کړو وروسته، دغه تعلیمي مرکز هم د ښځینه زده کوونکو پر مخ خپلې دروازې وتړلې. 


د نجونو پر زده کړو د بندیزونو لګولو سربیره، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې د نارینه مل پرته ښځو پر اوږده سفرونو بندیز ولګاوه او د راتلونکي کال په مې میاشت کې یې ښځو ته امر وکړ چې په عامو څایونو کې خپل مخونه پټ کړي.  


 " په مزارشريف کې بنديزونه سخت شول، موږ [ښځې او نجونې] نور نشوای کولای په خپل ښار کې په آزاده توګه وګرځو."


د ګوهر کورنۍ هم د خبریالانو په توګه د خپل پلار او ورور د کار له امله ګواښ سره مخ وه.  


" زما ورور یو ځل کله چې په مزار شریف ښار کې د ښځو یوې مظاهرې ته پوښښ ورکاوه، د طالبانو لخوا ووهل شو. ژوند زموږ لپاره ډیر ستونزمن او ویرونکي کیده."

د ګوهر کورنۍ پریکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي او ګاونډي هیواد پاکستان ته د امنیت په لټه کې شي. دوی د خپلو ویزو لګښتنو لپاره د خپل کور وسایل وپلورل او د 2022 کال په جون میاشت کې د پاکستان له پولې څخه تیریدو وروسته اسلام آباد ته ورسیدل.  


د ګوهر کورنۍ د پاکستان یوې لرې پرتې سیمې ته کډه وکړه، چیرته چې د کور کرایه او د خوراکي توکو بیه د پلازمېنې په پرتله ټیټه ده. که څه هم ګوهر او خور یې له افغانستانه وتلي دي، خو دوی هڅه کوي چې په پاکستان کې د زده کړې او د کار فرصتونه تر لاسه کړی. د ځایي ژبو نه پوهاوی او اقتصادي ستونزې دوی دې ته اړ کړل چې په کارخونه کې د غالۍ اوبدونکو په توګه کار ومومی.  

" ما هیڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به زه د ژوندي پاتې کیدو او د خواړو رانیولو لپاره د کار په اړه دومره انیښته ولرم." 


یو سخت کاری مهال ویش، مالي ستونزې او ناڅرګنده راتلونکي د ګوهر رواني روغتیا ته زیان رسولی دی. 


"د تیر کال راهیسې، دیرۍ شپې د اوښکو نه ډکو سترګو سره خوب کوم او د خپل راتلونکي په اړه فکر کوم او له ځانه پوښتم، ایا تا همدا غوښتل؟ آیا تا غوښتل چې غالۍ اوبدونکۍ شې؟ په دې اړه فکر زما لپاره ستونزمن دی. دا ډول حالت د سختو رواني ستونزو لکه خپګان او اضطراب لامل ګرځي."


ګوهر او د هغه خور په پاکستان کې د فرصتونو د موندلو لپاره ستونزو سره مخ شوې دي  او دا مهال په کارخونه کې د غالۍ اوبدنکو په توګه کار کوي.


 په لیکلو کې آرامی موندل


 سره له دې چې گوهر له ستونزو سره مخ ده، هغه ژوند کې خپل تلپاتې ملګري ته مخه کوي چې لیکل دی.


 "د ورځې له خوا غالۍ اوبدم، خو کله چې کور ته راستنه شم، شپه مې په لیکلو تېره شي." 


ګوهر له تېرو دریو کلونو راهیسې، د یوې افغانې ښځې په توګه د ښځو د حقونو او د هغوی د تجربو په اړه لیکنه کوی. هغه وايي، له هغه وخته چې طالبانو واک تر لاسه کړ، حتی د هغې لیکنې هم د " ناهیلۍ اړخونه" پیدا کړي. 


" زه د خپلو تجربو، هیلو او د نورو ښځو او نجونو په ژوند کې د بدلونونو په اړه لیکم."  

ګوهر د نورو ښځو په اړه لیکلو ته دوام ورکوي چې د هغې په څیر، د خپلو وړتیاوو او هیلو سره سره غالۍ اوبدلو ته مخه کړې. ګوهر د ځان د خوندي ساتلو لپاره مستعار نوم کاروي او خپلې مقالې افغان رسنیو ته لیږي. هغه وايي چې تر اوسه د لسو نه زياتې مقالې یې خپرې شوې دي.  


په داسې حال کې چې ګوهر په افغانستان کې پر خپلو حقونو د بندیزونو سره مخ وه، په پاکستان کې هم  اقتصادي ستونزې درلودې. هغه د کتابچو د رانیولو توان نلری، ځکه نو خپل په تیلفون کې لیکنه کوی. 


"زه ګورم چې نورې نجونې خپلې زده کړې کوي او د انګلیسي ژبې په زده کړه بوختې دي، خو زه په پاکستان کې د مالي ستونزو له امله نشم کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړم." 


 ګوهر خپله راتلونکې "نامعلومه" بولي. هغه وايي کورنۍ یې په پاکستان کې ځان یوازې احساسوي. دوی د مرستې لپاره له بېلابېلو سازمانونو سره اړیکې نیولي، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی. 


ګوهر په داسې یو حالت کې چې احساس کوي د هغې نه ټولې هیلې او غوښتنې اخیستلې شوی، له داسې حالت څخه د خلاصون لپاره لیکنې ته مخه کوي. 


"زه اوس هم لیکم او غواړم نور هم ولیکم. لیکنه یوازنۍ لاره ده چې زه خپل فکر پرې څرګندوم او خپل د زړه دردونه پرې لیري کوم." 

Interview by Afghan Witness

Source:

bottom of page