ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

ما د مړو جسدونه وليدل، د افغان حکومت پخواني کارکوونکي د انسان قاچاقبروته مخه كړی

افغان وتنس له دریو پخواني دولتي کارکوونکو او پوځي پرسونل سره د افغانستان څخه د تیښتې او په ایران او پاکستان کې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې

د پوښ عکس، د افغان ملي اردو ښځینه افسرانې، د متحده ایالاتو د هوايي ځواک عکس کارمند زابت لورا آر مکفارلین راخپور کړی). هغو اشخاصونه چی په دې مقاله کې زكر شوي عکسونه اخيستل شوي ندي.

 

د یکشنبه سهار وه د اګست په میاشت کې، عامر چي خپل اصلي نوم يي نه دي، سهار وختي له خوبه پاڅیده غسل یې وکړ او خپل پوځي بوټان یې پاک کړل اوعطر يي ووهل. هغه خوښ وه چي خپل فراغت د مارشال فهیم د پوځي اکاډمۍ څخه د نورو ټولګیوال سره ولمانزي.


زه ډیر خوشحال وم ایر یاد کړ، زما ټولګیوال خوشحاله ول چې خپل نتيجه وويني, د څلور کاله سخت کار پایله نه وروسته کې ډیپلوم ترلاسه کړو, له مراسمو وروسته عامر بیرته خپلې کوټې ته راغی ترڅو خپل یونیفورم بدل کړي مګر دهغه د ورور مداخله وشوه او ټیلیفون يي وکړ، هغه نه يي وپوښتل چې چیرته یې حکومت سقوط وکړ ورور یې ورته وویل طالبان کابل ته راورسیدل.


هر څا منډې وهلي او ګډوډي وه، عامر افغان وتنس ته وايي، هغه له خپل ملګري سره له پوځي اکاډمۍ څخه د وتلو او اصلي دروازې ته د تېښتې یادونه کوي. کله چې دوی دویمې اډې ته ورسیدل، دوی د راډیو چلونکي څخه تایید ترلاسه کړ، کابل د طالبانو لاس ته ورغلی دی. اډه پریږده او کور ته لاړ شي، په هرځای کې د ترافیکو جام وه ځکه چې خلک د تیښتې هڅه کول، عامر وايي ځان مې نه شو قانع کولای چې حکومت سقوط کړی دی. زه په بي باوري كي وم.


زه په هوا کې وغورځول شوم


په دې پوهیدم چې د پخواني افغان پوځي غړي به احتمالا د طالبانو له خوا چې اوس په واک کې دي تر ګواښ لاندې وي، عامر پریکړه وکړه چې له افغانستان څخه ایران ته وتښتي، هغه افغان وتنس ته وايي چې له ٢٢ نورو ځوانانو سره چې څلور يا پنځه يې په اردو کې ول او پخوا يې په کابل کې ښې دندې ترسره کړې وې، نیمروز ولایت ته له رسیدو او له قاچاق برانو سره تر لیدو وروسته، دوی د شاوخوا ۵۰۰ ځوانانو او ۵۰ کورنیو له یوې لویې ډلې سره یوځای كيدونه مخكي خپلې ټولې پیسې په ایراني ریال بدلې کړې.


عامر وايي، قاچاقبرانو دوي په ډلو وويشل او يو افغان بلوڅ قاچاقبر ته يې ور وسپارل، دوی د ٢٤ ساعتونو څخه ډیر په دوړو غونډیو او په خامه سكونو كي سفر وكړ، یوه نا پاكه زاي ته په رسیدو سره بعد له يوي لگمهاله دمي وروسته دوی په بل موټر كي په ختو سره پاکستان ته خپل سفر ته دوام ورکړه، قاچاقبرانو د لارې په اوږدو کې د وقفې په جریان کې پیسې راټولولې چي د هر نفر پر سر شاوخوا نهه ډالر ول، دا پيسي د قاچاقبر لخوا به طالبانو ته ور كړل شي.


عامر په روښانه توګه یادونه کوي، چې څنګه یو قاچاقبر چې د هغه په ​​​​فکر ممکن معتاد وه په ډیر سرعت سره په غلط ډول موټر چلوه، د دې خطرناک موټر چلولو په پایله کې د موټر حادثه رامنځته شوه، چې ځینې خلک یې سخت ټپیان کړل، موږ د چاودنې په څیر غږ واورېد، زه په هوا کې وغورځیدم، بیرته ځمکې په سر باندي ووليدم، امر یادوي د هغه یو ملګری په حادثه کې سخت ټپي شوی وه او د امر شا هم ټپي شوی وه مګر له نېکه مرغه هغه لاهم د تګ توان درلود.


پورته انځور: یوه افغانه ښځه د سیستان بلوچستان په سیمه کې چې د افغانستان، پاکستان او ایران پولې سره یو ځای کیږي، خپلو دریو ماشومانو ته تسلیت ورکوي.

هغه قاچاقبر چې ټکر يي وکړهم ټپي شوي وه او موټر يې په دوو برخو وېشل شوی وه. هغه خپل ورور ته زنګ وواهه هغه چې راغی نو ټول یې د سیستان بلوچستان پر لور بوتلل، هلته مو په یوه پناه ځای کې استراحت وکړ. دوی بیا د مشکیل په نوم بل ځای ته وړل شوي ول چې معنی یې مشکل غر دی. امر وايي دا يو ډېر لوړ غر دی او هيله مې دا وه چې څوک به مونگه پرې ونه ګوري. موږ تر سهار پورې پاتې شو او ویده شولو، او بیا ١٨ ساعته پياده مزل وکړ تر هغه چې موږ ایران ته ورسیدو.


دوی په یوه غار کې ویده شول چې د قاچاقبرانو لخوا په منظم ډول کارول کیږي، له دریو څخه تر څلورو ساعتونو وقفه یې اخیستې، مخکې له دې چې یو ځل بیا د ایران سراوان سیمې ته د سفر لپاره په نیسان موټر کې پورته شي. په سراوان کې دوی دوه ورځې په یوه سرپناه کې پاتې شول مخکې له دې چې دوی په کیا پرایډ موټر کې ور جيگ شول، اته کسان په شا څوکۍ کې، دوه کسان په مخکینۍ څوکۍ کې، او څلور د موټر په داله کې ور وخيزول شول.


بیا یې پنځه ساعته مزل وکړ او له لنډې وقفې وروسته یې د ایران یزد ولایت ته ورسيدل، دوي هلته دوه ورځې نور پاتې شول چي له هغه ځایه یو بل قاچاقبر دوی بل ښار ته یوړل. امر افغان وتنس ته وايي، تر دې مهاله بعضي ډلې ځينې له منځه تللي ول. ایراني پولیسو نور کسان نیولي ول چې یوازې یو څو كسه یې وتښتیدل.


هغه وايي موږ له خپل قاچاقبر سره اړیکه ونیوله هغه یو موټر کرایه کړ او شیراز ته یې بوتلو، یو ځل بیا دوی موږ په نورو قاچاقبرانو وپلورل، دوی له هر توقف څخه يي پیسې ترلاسه کولې، موږ دوه شپې په شيراز کې پاتې شو او له شيراز څخه هغوى ته وسپارل شو، موږ له يوه غره تېر شو او بالاخره د خپلې ترور کور ته ورسېدو.

زه متوجه شوم چې موږ افغانان څومره بدبخته یو


سیف د خپلې میرمنې او دریو ماشومانو سره ورته کیسه لري. مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، سیف چې اصلي نوم یې نه دي، د افغانستان د امنيت ملي رياست لپاره ویب پاڼه اداره كوله. کله چې حکومت نسکور شو سیف نشوي کولی د زیان احساس وکړي، د حکومت له نسکوریدو یوه شپه مخکې یې د شپې کار کاوه یوه ورځ وروسته طالبان کابل ته ننوتل.


له نیول کیدو یوه اونۍ وروسته سیف افغان وتنس ته وویل، چې هغه ته د طالبانو لخوا تلیفون راغی چې له هغه یې وغوښتل چې دفتر ته لاړ شي او خپل ټوپک دې وسپاري، كله چي دفتر ته ورسیدم هرڅه ګډوډ ول، دا باور کول ګران ول چې دا هغه ځای وه چې هغه یوازې یوه اونۍ دمخه کار پكي کاوه، سیف په یاد لري چې څنګه د هغه نوى مدیر هغه ته په سپکه کتل، ټوپک یې واخیست او د امنیت تضمین لیک یې ورکړ، هغه ماته وویل چې دا لیک یوازې د ورځې ساتنه کوي مګر د شپې نه، سیف یادونه کوي. کله چې زه له خپل دفتر څخه راستون شوم مایوسه شوم او په افغانستان کې مې د خپل ځان او خپلو ماشومانو راتلونکی ونه لید.


سیف افغان وتنس ته وویل چې د شپې په اوږدو کې یې څو تنه ملګري د طالبانو له خوا وژل شوي دي. له هغې وروسته د خوندیتوب احساس کول ناممکن وو. هغه په پټه کې ژوند کاوه او دوه زله يي کور تبديل كړي، خو هر ځل طالبانو د هغه ادرس او د واتس اپ شمېره موندله او پیغامونه یې ورته لېږل چې خپل کار ته ستانه شي. سیف په دوی باور نه کاوه پرځای یې د هیواد څخه د تیښتې پریکړه وکړه، هغه له خپلې کورنۍ سره نیمروز ته سفر وکړ او ٧ ورځې یې په یوه هادي خدماتي هوټل کې تیرې کړې، هلته مجبور شو چې خپلې ډیرې پیسې مصرف كړي، یوازې چي ورته وویل شي چې باید کابل ته راستون شي ځکه چې قاچاقبر ادعا کړې وه چې طالبان اجازه نه ورکوي له پولې تېرېدلو ته. په دې هيله چې دويم ځل به يې بختور وي سيف يو ځل بيا نيمروز ته له کابل سخه ووته، بيا يې د پاکستان او مشکيل له لارې سفر وکړ له دوو ماشومانو سره په شا. هغه د غره د تیریدو لپاره له ٢٤ ساعتونو څخه ډیر مزل وکړ.


سیف وايي ما ولیدل چې مړي وچ شوي ول، خلکو پرې ډبرې ایښې وې. زه هلته پوه شوم چې موږ افغانان څومره بدبخته یو.

پورته انځور، سیف په ایران کې د کارګر په توګه کار کوي، چیرته چې هغه د ورځې عايد یوازې $ 1.80 امريكايي ډالر په برابر دي.

سیف ایران ته راغلی دي او اوس په یوه ګډ اپارتمان کې له خپلو خپلوانو سره ژوند کوي، هغه د ١٥٠ افغانیو عاید لپاره د کارګر په توګه کار کوي تقریبا د ورځې $ 1.80 امريكايي ډالرو سره برابر دی، سیف وايي که ایراني پولیس موږ ونیسي دوی به ما مستقیما وشړي، نو زه په ویره کې ژوند کوم او د خپلو ماشومانو لپاره روښانه راتلونکی نه وینم.


په افغانستان کې د سیف مېرمن ښوونکې وه دوی یو ښه ژوند درلود، او د ژوندي پاتې کیدو لپاره یې ډیر څه کړي ول، اوس دوی له ګڼو مشكلاتو سره مخ دي، د دوی په څیر د افغانستان د ملي اردو او پخواني ادارې څخه ډیری یې له ستونزو سره مخ دي، ځینې یې پاکستان یا ایران ته ځي او نور یې له داعش سره له یوځای کیدو پرته بله لاره نه ویني فقط د خپلو کورنیو د مړولو لپاره.


افغانان د طالبانو له واک څخه څو کاله مخکې ایران او پاکستان ته تښتیدلي ول کله ناکله یوازې د نویو فرصتونو او ښه ژوند په لټه کې ول. کله چې طالبانو د هېواد واک بېرته تر لاسه کړ په ګاونډيو هېوادونو کې لا له وړاندې ۲.۲ میلیونه افغان کډوال مېشت ول. مګر نسبي خوندیتوب ته سفر یو څه ساده دی. له کلونو راهیسې په ایران کې میشت افغانان له تاوتریخوالي، شکنجې او په ځینو مواردو کې له مرګ سره مخ شوي دي، سیف افغان وتنس ته وویل حتا ایرانیان هم له موږ سره د انسانانو په څېر چلند نه کوي.



پورته انځور، په ایران کې افغان کډوال، د عکس اعتبارEU/ECHO پیری پرکاش چي له فلکر څخه اخیستل شوی.

ما خپل ژوند شاته پریښود


شریفه چي د هغې اصلي نوم نه دی، په پوله کې د عامر او سیف په څیر د ورته مشكلاتو سره مخ نه وه مګر هغه باید د ورته ناڅرګندتیا سره مخه شي کله چې د هغې راتلونکي ته راځي، شریفه په ترکیه کې په یوه پوځي ښوونځي کې

زده کړې کړېي دي، بیا د طالبانو تر واکمني وړاندي د افغانستان په دفاع وزارت کې دنده ترسره کړې.


د حکومت نسکورېدل هغه څه ول چې هغې یې هیڅکله تصور هم نه کاوه، که څه هم د وضعيت سختوالی هغه مهال کور ته ورسید کله چې طالبانو کابل ونیولو، د هغې نارینه همکارانو ټینګار وکړ چې ټولې ښځینه کارکونکي دې د خوندیتوب لپاره له دفتر څخه ووځي، زما په یاد دي کله چې کور ته راورسیدم لومړی کار مې دا وکړ چې خپل ټول نظامي توکي راټول او ومي سوځول، شریفه یادوي هغه شپه مې هيچ هېره نده چې ټولې هیلې او خوبونه مې وسوځول.


د طالبانو د نیولو په دریمه ورځ شریفه وايي چې د طالبانو غړي په زور د هغې د ګاونډۍ کور ته چې د تېر حکومت په وخت کې وکیل وه، شریفې له کوره چیغې واورېدې، موږ لا دمخه په شاك کې ولو، خو هغه وخت بدتر شو کله چې مو وليدل چې طالبان خلک په عذابوي او کورونه يې تلاشي کوي، شريفه يادونه کوي مونږ كولاي شواي چي د خپل بام او کړکۍ څخه ووينو.


شریفه د واک له نیولو یوه اونۍ وروسته نوره په کابل کې پاتې نشوه. په خپل اپارتمان کې یوازې اوسېدله، هغه ویره درلوده چې طالبان به یې کور ته ننوځي او هغه به توقیف کړي، هغې پریکړه وکړه چې له افغانستان څخه پاکستان ته ولاړه شي او له خپلو ځینو همکارانو او خپلوانو سره یې سفر وکړ.


د پنجشنبې د ماسپښین یوه بجه وه کله چې موږ له کابل څخه کندهار ته روان شو، یوه شپه مو هلته تیره کړه مخکې له دې چې پاکستان ته لاړ شو، زما په ژوند کې د لومړي ځل لپاره ما چادرۍ اغوستې وه او د طالبانو لخوا د پیژندلو او نیول کیدو ویره مې احساس کړه کله چې موږ پولې ته ورسیدو. شریفه وویل.

هغې هیڅکله فکر نه کاوه چې هغه به په دې شرایطو کې خپل هیواد پریږدي، په پوله كي ګڼه ګوڼه وه، ١٤ کسان په یوه کوچني موټر کې سپاره شوي ول چې سفر وکړي. کله چې دوی پاکستان ته ننوتل، پولیسو یوازې د دوی شناختي کارډ چیک کړ چې په افغانستان کې د تذکره په نوم پیژندل کیږي او اجازه یې ورکړه چې تیر شي.

پورته انځور، په پاکستان کې افغان کډوال، د عکس کریډیټ: د ملګرو ملتونو عکس / لوک پاول. له فليکر څخه اخیستل شوی.

دوی د یوې پنځلسو ورځو لپاره نسبي سوله وموندله مګر دا د اوږدې مودې لپاره نه ده، لکه څنګه چې په ایران کې د کډوالو تجربه لري، هغه کسان چې هڅه کوي پاکستان ته ننوځي د کلونو په اوږدو کې د پولیسو د ناوړه چلند او جبري راستنیدو سره مخ شوي دي. د شريفې په وينا، پوليسو له جوماتونو سرپناهونو او کمپونو څخه د افغان کډوالو په پېژندل او شړلو پيل کړى، چې هلته يې پناه غوښتې وه. کله چې جوماتونه له افغان کډوالو خالي شول، شریفه وايي، پاکستاني پولیسو د کورونو پلټنه پیل کړه، پخواني افغان حکومت او پوځي کارکوونکي یې توقیف کړل چې د شریفې په وینا ډېری یې لادرکه دي.


شریفه وايي ما خپل ژوند شاته پریښود، هر څه چې مې درلودل هغه مې پاکستان ته د رسېدو لپاره ولګول او اوس هېڅ نه لرم، هغې پاکستان ته د رسیدو لپاره نږدې ٦٠,٠٠٠ افغانۍ مصرف کړې چې د ٨٠٠ امريكايي ډالرو سره برابر دي، مګر د پیژندل کیدو ویره له امله هغه ډیر لږ خپل کور پریږدي. عامر، سيف او شريفه ټول بېلابېلې کيسې لري خو يو شان ناڅرګندتيا لري. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د بېرته تګ توان نه لري، او نه شي کولاى په هغو هېوادونو کې چې دوى تښتېدلي دي پر مخ لاړ شي. لاهم ډیری پخواني حكومتي او نظامي پرسونل احساس کوي چې دوی پرته له دې چې له افغانستان څخه ووځي بله چاره نه لري، په دې باور دي چې هغه څه چې په راتلونکي کې دي د هغه څه څخه بدتر نه وي چې دوی یې پریږدي.

AW Reporter:

Afghan Witness

3 Mar 2022